د امریکا مخکښ سناتور برني سندرز وایي، د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له لوري له اسراییل سره د فلسطین د ځینې سیمو الحاق د منلو وړ نه دی. هغه زیاته کړې، اسراییل چې له مودې راهیسي یې د فلسطینیانو پر حقونو تېری کړی دی باید نور له دې چارې لاس واخلي او د یو بل ازادي او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نتانیاهو د ټرمپ په مرسته هڅه کوي د بیت المقدس په ګډون د فلسطین ځینې سیمې له اسراییل سره یو ځای کړي چې دا اقدام د نړۍ په کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
































