د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د هغې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی چې غواړي د افغانستان بانک له کنګل شویو پیسو څخه یې نیمایي د سویس یو امانتي صندوق ته لېږدول کېږي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی، هر هغه فرد یا اداره چې له دې زېرمو ناسمه استفاده کوي، په افغانستان کې جریمه او فعالیتونه یې بندوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر د افغان فنډ په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته چې په سویس هېواد کې دی سپاري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې دغه وزارت د امریکا د متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه، چې له مخې يې د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زېرمو یوه برخه سویس ته لېږدول کېږي او د افغانستان له استازو پرته په ځینو چارو کې لګول کېږي، د نړیوالو اصولو خلاف او د نه منلو اقدام بولي. هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د خپلو خلکو پر وړاندې د یوه مسؤول حکومت په توګه د دې اقدام له میکانیزم سره خپل واضح مخالفت څرګندوي. د نوموړي په وینا، د افغان ولس د خوښې پرخلاف، په نورو چارو کې د دغو زېرمو لګول د افغانستان د اقتصادي ثبات پرخلاف د امریکا منفي اقدام ګڼل کېږي.
































