د سوریې په پلازمېنې دمشق کې د اسرائیلو په هوایي برید کې پنځه تنه سوریایي سر تیري وژل شوي دي. په برید کې د دمشق هوایي ډګر او د پلازمېنې ځیني جنوبي برخې په نښه شوې دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې په دې برید کې د پنځو سر تیرو د وژل کیدو د تائیدولو تر څنګ ویلي چې په برید کې دوه جګړه ماران چې ایران یې تر شا ولاړ دی هم وژل شوي دي خو نور جزیات یې ندي ورکړي. دغه اداره چې دننه په سوریه کې د معلوماتو راټولولو لپاره د سرچینو پراخه شبکه لري وایي د اسرائیل په هوایي برید کې د ایران د ملاتړ څخه برخمنې وسله وال ډلې په نښه شوي چې د دمشق هوایي ډګر سره نږدې او د دې ښار په کلیوالو سیمو کې مرکزونه لري. د اسرائیلو حکومت او پوځ تر اوسه د برید په هکله څه نه دي ویلي.
































