د امریکا ولسمشر جو بایډن روسیې ته خبرداری ورکړی، چې د اوکراین جګړه کې د کیمیاوي وسلو کارولو ته زړه ښه نه کړي. بایډن ویلي، دا ډول کړنه به له دویمې جګړې راوروسته د جګړې بڼه بدله کړي. بایډن په یوه مرکه کې ویلي، دوی روسیه به د تل لپاره منفوره شي. نوموړي ویلي دا په دې پورې اړه لري، چې دوی څومره څه کوي، غبرګون به یې په هماغه کچه وي. په تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسي پوځونو له یرغل وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د خپل هېواد اټومي ځواک ته د ځانګړې تیارسئ امر کړی. نوموړي د خپل هېواد دفاعي مشرانو ته ویلي، دا امر یې د لوېدیځوالو د یرغلیزو څرګندونو له کبله کړی دی.
































