د اروپايي ټولنې څلورو غړو هېوادونو پولنډ، ايستونيا، لتويا او ليتوانيا پر روسيې نوي بنديزونه ولګول. د دغو بنديزونو پر بنسټ، تر دې وروسته هغه روسان هم يادو هېوادونو ته سفر نه شي کولی چې وار له مخې يې ويزې اخيستې وي. په ورته مهال سويس نن اعلان کړی چې روسي وګړو ته د اسانه ويزو د ورکړې بهير ځنډوي. د اروپايي ټولنې يادو هېوادونو څه موده وړاندې ويلي وو چې په لوی شمېر کې د روسي وګړو ورتګ له امنيتي پلوه اندېښمن کړي دي. پولنډ ويلي چې پر روسي وګړو لګولي تازه بنديزونه يې استثناوې لري او دروازې يې د پوتين د سياسي مخالفانو، بشرپالو، د ډيپلوماټيکو ماموريتونو د کارکوونکو او د هغوی د کورنيو د غړو پر مخ خلاصې دي. اروپايي ټولنې تېره مياشت د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د روسي وګړو پر ورتګ د بنديزونو پر لايحې بحث وکړ خو جرمني او فرانسې له دې لايحې سره مخالفت وکړ او استدلال يې کاوه چې ورته بنديزونه به معکوسې پايلې ولري.
































