چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونه د امريکا د جیوپوليتيکې مقابلې ابزاري وسیلې نه دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 24, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونه د امريکا د جیوپوليتيکې مقابلې ابزاري وسیلې نه دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينګن د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په موده کې د شين ارام سمندري همکارانو(PBP) په نوم د بهرنيو چارو وزيرانو د يوې غونډې مشري وکړه او پکې يې

 وويل، چې امريکا به د ارام سمندري سيمې د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وکړي او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې او د بنسټيزو تأسيساتو د ابادۍ د پياوړتيا په برخه کې به د دې سيمې له هېوادونو سره همکارۍ وکړي. د  شنونکو په اند دغې غونډې د سپتمبر په پای کې په واشينګټن کې د امريکا او د ارام سمندر د ټاپوګانو د هېوادونو ترمنځ د لومړۍ سرمشريزې لپاره بنسټ اېښی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تش په نامه د (PBP) سازمان د روان کال په جون کې جوړ شوی، چې اصلي غړي هېوادونه يې امريکا، بريټانيا، استراليا او جاپان دي او هند د کتونکي هېواد په توګه ګڼل کيږي. که څه هم دغه سازمان ادعا کوي، چې غړي هېوادونه به يې د اقليمي بدلون، سمندري امنيت او روغتيا په برخو کې د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي، خو واقعي موخه يې دا نه ده. د امريکا خبري رسنيو دې ته په اشارې سره ويلي، چې د (PBP) موخه په جنوبي ارام سمندري سيمه کې د چين د زياتېدونکو اغېزو مخنيوی دی.

سربېره پردې دا هم د پاملرنې وړ ده، چې امريکا له روان کال راهيسې په فعاله توګه د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره ډيپلوماتيک تګ راتګ ډېر کړی دی. د روان کال په فبرورۍ کې بلينګن له ۳۷ کلونو راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو لومړی وزير دی چې فيجي ته يې سفر کړی دی. د همدې کال په اپرېل کې د امريکا د سپينې ماڼۍ د دولتي امنيتي کميټې د هند او ارام سمندر سيمې د چارو همغږی کوونکي کورت کمپبل د يوه پلاوي په مشرۍ د سليمان له ټاپوګانو څخه ليدنه وکړه او د همدې کال په جولای کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاريس اعلان  وکړ، چې امریکا به د ارام سمندر په سيمې کې دوه نوي سفارتونه جوړ کړي. تر هغه وروسته په اګست کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مرستیالې ویندي شرمين د دې سيمې د ټاپوګانو له هېوادونو څخه بيا ليدنه وکړه.

حقيقت دا دی، چې د امريکا په جيوپوليتيکې نقشه کې دوی جنوبي ارام سمندر ته ډېره پاملرنه ونه کړه، نو ولې اوس د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی؟ د امريکا د استازو جرګې غړي ستيف چابوټ په دې اړه خپل نظر څرګند  کړی او ویلي‌ یې دي: چين د روان کال په پيل کې د سليمان ټاپوګانو له هېوادونو سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړ، چې دې کار پر امريکا فشارونه  واچول.

کورت کمپبل همدارنګه منلې، چې په ارام سمندر کې د امريکا د ډيپلوماتيکو عملياتو پياوړتيا ستراتيژيک لاملونه لري.

له دې څخه ښکاري، چې د ارام سمندر د ټاپوګانو په هېوادونو کې د امريکا د ډيپلوماتيکو سرچينو اچونه د جيوپولتيکو او ستراتيژيکو سياليو پر بنسټ ده او موخه يې له چين سره  مقابله ده . د فيجي صدراعظم فرانک بینیماراما ويلي، چې زمونږ تر ټولو لويه اندېښنه جيوپوليتيک نه، بلکې اقليمي بدلون دی. د استراليا د لويي څېړنيز مرکز څېړونکي ميها سولا دې ته اشاره وکړه، چې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو له امريکا څخه کرکه کړې، چې دوی په جيوپوليتيکو سياليو کې د پياده په توګه کاروي.

په عين وخت کې امريکا تل له بهرنيو هېوادونو سره د مرستو ژمنې کړې، خو  ژمنې يې نه دي عملي کړې. د هاوايی پوهنتون پروفيسور تيرنس ويسلي سميس ويلي، چې د دې سيمې مشران پر دې ښه پوه شوي، چې که د امريکا ډيموکراتيک ګوند د ۲۰۲۲م کال د منځنې مودې په ټاکنو کې ناکام شي اويا اوسنی ولسمشر په ۲۰۲۴م کال کې خپلې مودې ته دوام ورنه کړي، نو واشينګټن به له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې خپله کړې ژمنه بدله کړي.

سربېره پردې تر اوسه پورې امريکا د يادو هېوادونو پر وړاندې پوروړې ده. لامل يې دا دی: له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته امريکا او بريټانيا په ارام سمندري سيمه کې اټومي ازمايښتي مرکزونه جوړ کړي، چې له دې کبله سيمه ييز وګړي زيانمن شوي دي، خو تر اوسه پورې دغو دواړو هېوادونو د خپلو جرمونو له امله له سیمه يیزو خلکو څخه بښنه نه ده غوښتې او هغوی ته يې تاوان نه دی ور کړی، بلکې په استعماري رويې سره د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونه د خپلو ځواکونو د چوکاټ په توګه بولي او سيمه يیزو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې له نورو هېوادونو سره عادي تګ راتګ وکړي.امريکا چې تل د بادارۍ د لټولو په هڅه کې ده، د باور وړ نه ده.

Previous Post

امریکا پر فضا تسلط غواړي او نړيواله سوله ګواښي

Next Post

د چين او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل

د چين او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو سره وکتل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مالي‌خان صدیق: د هېواد یوه لوېشت خاوره به هم چا پرېنږدو

مالي‌خان صدیق: د هېواد یوه لوېشت خاوره به هم چا پرېنږدو

مارچ 28, 2026
په میدان وردګو کې د نږدې ۶۰ میلیونو افغانیو په لګښت د عامه کتابتون ودانۍ جوړېږي

په میدان وردګو کې د نږدې ۶۰ میلیونو افغانیو په لګښت د عامه کتابتون ودانۍ جوړېږي

جون 29, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ