شمالي کوریا ویلي، که امریکا غواړي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې یې سمې ترسره شي نو له څه ویلو دې ډډه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، چې امریکا له شمالي کوریا سره خبرو ته ژمنه ده او یوې داسې تګلارې ته هم تیاره ده چې په ترڅ کې یې یو متوازن تړون ته سره ورسېږي. د شمالي کوریا چارواکو ویلي، چې خپل پوځي ځواک ته به دوام ورکوي تر څو د امریکا لخوا د ګواښونو مقابله وکړی شي. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر رې سان ګوان ویلي، چې د امریکا له سیاستونو معلومیږي چې واشنګټن د شمالي کوریا حکومت او خلکو ته د یو اوږد مهال ګواښ په توګه پاتې دی.
































