د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي هغو روسي پوځيانو ته د ضمانتونو وړانديز کړی چې جګړه کې د دوی پوځيانو ته تسليميږي. زلينسکي په خپله تازه وينا کې روسي پوځيانو ته ويلي چې که اوکرايني پوځيانو ته تسليم شي نو دوی به ورسره ښه چلند وکړي، هېڅوک به يې د تسليمۍ په شرایطو نه خبريږي او دغه راز که نه غواړي چې تبادله شي نو دوی به يې د خونديتوب لپاره بله لاره ولټوي. د زلينسکي دا وړاندیزونه تر هغې وروسته دي چې روسيې خپلو پوځيانو ته د تسليمېدو په صورت کې د لس کاله بند سزا د ورکړې اعلان وکړ.
































