په پاکستان کې روغتیاپالان وايي په دغه هېواد کې زرګونه خلک د ډينګي تبې په ناروغۍ اخته شوي دي. دا ناروغي چې د غوماشو د چیچلو له امله انسانان نیسي، په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده. د خيبر پښتونخوا ایالت د عامې روغتيا ادارې د معلوماتو له مخې، په دې ايالت کې تر اوسه له ۶۰۰۰ زیات کسان د ډينګي تبې په ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه لږ تر لږه اووه تنه له دې امله مړه شوي دي.
































