د امریکا او عراق حکومتونو په یوې ګډې اعلامیې کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو ژمنه بیا تازه کړې ده. د امریکا – عراق د ستراتیژیک تړون په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې له عراق څخه به ټول امریکايي ځواکونه وځي، خو د وتلو لپاره یې مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې. په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د داعش د ختمولو په عملیاتو کې پرمختګونه شوي دي او امریکا به په را روانو میاشتو کې له عراق څخه د خپلو ځواکونو د شمېر کمول پیل کړي. په پام کې ده چې امریکایي چارواکي به په هغه هېواد کې د خپلو پاتې سرتېرو د برخلیک په اړه له عراقي چارواکو سره خبرې وکړي. اعلامیه وايي دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د مشترکو ګټو په اساس دوه اړخیزو امنیتي اړیکو پراختیا ته پام واړوي. امریکا بیا ټېنګار کړی دی چې په عراق کې د تل لپاره نه پاتې کیږي او نه هم په دغه هېواد کې دایمي پوځي اډې غواړي.
































