چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ذروي اوبتل په هکله د امریکا، برېټانيا او استراليا همکاريزه دسيسه ناکامه شوه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 4, 2022
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د ذروي اوبتل په هکله د امریکا، برېټانيا او استراليا همکاريزه دسيسه ناکامه شوه

په دې وروستیو ورځو کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ ۶۶مه غونډه تر سره شوه. د چين استازي د دې غونډې په اړه ويلي چې ګډونوالو يې د ذروي اوبتل په هکله د امريکا، برېټانيا او استراليا ترمنځ د همکاريو په باب بې ساري تاوده بحثونه وکړل، خو هغه دسيسه چې یاد درې هېوادونه غواړي خپلمنځي همکارۍ قانونمندې کړي، په بشپړه توګه ناکامه شوه.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د تېر کال له سپتمبر څخه يادو هېوادونو د ذروي اوبتل په برخه کې د همکارۍ کولو اعلان وکړ چې دغه اقدام په نړۍ کې توند غبرګون راپارولی دی. له يو کال راهيسې دوی له يوې خوا غوښتي چې د پروپاګند له لارې د ذروي وسلو د خپرېدا حقيقت پټ کړي، او له بلې خوا يې د اټومي نړيوالې اېجنسۍ دارالانشاء وهڅوله چې د دوی ترمنځ د ذروي اوبتل د همکارۍ لپاره اړوند تړون تصويب کړي. خو مهمه نه ده چې دوی کومه لاره چاره لټوي او دوی به خامخا په دغه اقدام کې ناکام شي. ځکه چې د دوی کړنې له قانون، اصولو او د خلکو له هيلو څخه سرغړونه ده.

همدارنګه د امریکا په شمول د ځينو لوېديځو هېوادونو سياستوالو تل د اصولو پر بنسټ پر نړيوال نظام ټينګار کړی، خو خبرې يې له خپل عمل سره مطابقت نه لري. د ذروي اوبتل په هکله د امريکا، برېټانيا او استراليا ترمنځ درې اړخيزې همکارۍ پر يو وخت له درېیو نړيوالو تړونونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

لومړی دغه همکارۍ د ذروي وسلو د نه خپرېدا له تړون څخه سرغړونه کړې ده. د دې تړون له لاسليکېدو راهيسې دا لومړی ځل دی چې ذروي وسلې لرونکو هېوادونو په علني توګه هغو هېوادونو ته چې ذروي وسلې نه لري، څو ټنه ذروي توکي لېږدولي دي. د لېږدول شویو توکو اندازه ډېره زياته ده او غلظت يې له ۹۰ سلنې څخه اوښتی دی چې دا د ياد تړون د ذروي وسلو د نه خپرېدا له اصولو څخه سرغړونه ده.

دوهم، د ذروي اوبتل په هکله د يادو هېوادونو درې اړخيزې همکارۍ د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ له مقرراتو څخه هم سرغړونه ده. د دغو مقرراتو له مخې ياده اېجنسي بايد ډاډه شي چې د دوی تر ادارې او څار لاندې برابرېدونکې مرستندويه توکي د هر ډول پوځي موخې د تر سره کولو لپاره ونه کارول شي. امريکا او برېټانيا غواړي چې استراليا ته د ذروي وسلو توکي، د ذروي اوبتل تجهيزات، رياکتور او نور تخنيکونه وپلوري چې همدا څرګنده پوځي موخه لري او د يادو مقرراتو څرګنده سرغړونه هم ده.

درېيم، د دوی ترمنځ همکارۍ په جنوبي ارام سمندر کې له اټومي وسلو څخه د پاکې سيمې د جوړولو له تړون څخه هم سرغړونه ده. د دې تړون له مخې په جنوبي ارام سمندر کې له اټومي وسلو څخه يوه پاکه سيمه دې جوړه شي. لاسليک کوونکو يې ژمنه کړې چې په دې سيمه کې ذروي بمي تجهيزات پرې نه ږدي، اړونده ازموينه تر سره نه کړي او دغې سيمې کې راډيو اکتيف فاضله وانه چوي. استراليا د دې تړون د يوه لاسليک کوونکي په توګه ذروي وسلو توکي تر لاسه کړي، نو ښايي د ذروي ککړتيا له خطرونو سره مخ شي او دغه کړنه به يې د يادې سيمې پر جوړونې منفي اغېزه وکړي.

له يادو درېیو ټکو څخه ښکاري چې د ذروي اوبتل په هکله د امريکا، برېټانيا او استراليا همکاريزه پروژه له دغو درېيو تړونونو او مقرراتو څخه سرغړونه ده. که دغه پروژه پلې شي، نو خامخا به د سيمې ذروي امنيت او امنيتي ضمانت ته خطرونه پېښ شي.

د کارپوهانو په اند که د دوی همکارۍ پيل شي، نو دا به په ګردې نړۍ کې د ذروي وسلو د نه خپرېدا لپاره يو ستر خنډ جوړ کړي.

خو که څه هم يادو درېیو هېوادونو د ذروي اوبتل په هکله د خپلمنځيو همکاريو د قانوني کېدو لپاره ډېرې هڅې کړې، خو د چين او نورو غړو هېوادونو په ګډو هلو ځلو سره د دوی دسيسه ناکامه شوه. دغه نتيجه د نړيوال عدالت د تامین برياليتوب دی او د نړيوالو تړونونو او اصولو ساتنه او د امريکا د تسلط لپاره يو پياوړی ګوزار هم دی.

انساني ټولنه نه جلاکېدونکې ګډه امنيتي ډله ګڼل کېږي او له اټومي وسلو څخه د يوې پاکې نړۍ جوړونه او د سولې او ارامتيا ساتل د بېلابېلو هېوادونو ګډه هيله ده چې همدا د يادو هېوادونو د دسيسې د ناکمېدو بنسټيز لامل هم دی. باید درې یاد هېوادونه بېرته د ذروي وسلو د نه خپرېدا مدار ته ستانه شي. که دوی لاهم په ناسم لوري روان شي، خامخا به له لازياتې ناکامۍ سره مخ شي.

Previous Post

سيف ده چلډرن: د افغانستان تعليمي نظام د پاشل کېدو له ګواښ سره مخ دی

Next Post

چين له امريکا غوښتي، چې په کور دننه د نژادي تبعيض مسئلې حل کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين له امريکا غوښتي، چې په کور دننه د نژادي تبعيض مسئلې حل کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خلیلزاد: سرپرست حکومت دې یوه ټولګډونه جوړښت ته زمینه برابره کړي

خلیلزاد: سرپرست حکومت دې یوه ټولګډونه جوړښت ته زمینه برابره کړي

نوومبر 24, 2022
طالبان: د روغتیا وزارت؛ ټول کارکوونکي دې په عادي ډول خپلو دندو ته وګرځي

طالبان: د روغتیا وزارت؛ ټول کارکوونکي دې په عادي ډول خپلو دندو ته وګرځي

اگست 17, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ