ټاکل شوې له اوکراین سره د امریکا په تازه نظامي مرستو کې چې د ماین ضد موټر، مهمات او ماینونه پکې شامل دي، دا ځل څلور د توپ توغولو داسې سیستمونه هم وي چې په لوړه کچه له یو ځایه بل ځای ته د خوځیدو قابلیت لري. دوو سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نویو نظامي مرستو ارزښت به ۶۲۵ میلیون امریکايي ډالر وي. تمه کیږي چې د مرستو دا اعلان به نن وشي. وروسته تر هغه چې روسیې په رسمي توګه د اوکراین څلور سیمې د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه اعلان کړې، دا به د کیف سره د واشنګټن لومړنۍ نظامي مرستې وي.
































