رسنۍ وايي چې د امريکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سي اېن اېن ټلويزيون عريضه کړې او ۴۷۵ ميليونه ډالره تاوان يې ترې غوښتی دی. اسوشيټيډ پرېس وايي چې ټرمپ پر سي اېن اېن دا عريضه تېره شپه د فلوريډا ايالت اړوند د درفورت لادرډيل سيمې يوه محکمه کې کړې ده. ټرمپ ويلي چې يادې ټلويزيوني شبکې يې حيثيت زيانمن کړی د دوی يوه اصطلاح يا لوی درواغ يې له ۲۰۲۱ کال راهيسې ۷۷۰۰ ځلې خپره کړې ده. ډونالډ ټرمپ له سي اېن اېن ټلويزيون سره توده دښمني لري او د دې شبکې د ډيرو راپورونو په اړه يې د لویو درواغو او جعلي خبرونو اصطلاحات کارولي دي. سي اېن اېن وايي چې د ټرمپ د عريضې په اړه تبصره نه لري.
































