په تایلنډ کې پر یوه وړکتون وسلهوال برید کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي چې د چارواکو په وینا، د دې پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي. د تایلنډ پولیسو ویلي چې برید کوونکی «پانیا خمراب» نومېده او د دغه هېواد د پولیسو مخکنی افسر و. د چارواکو د معلوماتو له مخې، برید کوونکی پر وړکتون له برید وروسته خپل کور ته تللی، خپله مېرمن او اولادونه یې هم وژلي او بیا ځانوژنه کړې ده. راپور له مخې، برید کوونکي چې ټوپک، تومانچه او چاقو ورسره وو، پرون يې د نونګ بوا لام فو ولایت کې پر یاد وړکتون برید وکړ. د دغه ولایت د پولیسو یوه چارواکي جاکاپټ ویجیترایتایا ویلي چې په دې پېښه کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. هغه زیاتوي چې په وژل شوو کې ۲۳ ماشومان شامل دي.
































