وروسته تر هغه چې د امریکا په اتلانتا ښار کې پولیسو یو بل تورپوستی وواژه دا ښار یو ځل بیا قهرجنو لاریونوالو په سر اخیستی دی. د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې، د لاریونونو تر دې څپې وروسته د اتلانتا د پولیسو مشر اریکا شیلدز هم استعفا کړې ده او ویلي یې دي؛ غوره ده د ظالمانو له ډلې جلا شي. راپور کاږي، د ریچارډ بروکس په نوم دا ۲۷ کلن تورپوستی وروسته تر هغه په روغتون کې ومړ چې د تېرې جمعې په شپه پولیسو د لاریون پر مهال ویشتلی و. د راپورونو پر بنسټ د شبنې په ورځ دا ښار یو ځل بیا لاریونونو په سر اخیستی او د پولیسو پر ضد شعارونه ورکوي.
































