جوليان توپان د مرکزي امريکا په هېوادونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه مړه کړي دي. اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس ويلي چې تر جوليان توپان وروسته په ګواتيمالا او سلوادور کې سخت اورښتونه پيل شوي دي. راپورونو کې ويل شوي چې توپان په ګواتيمالا کې ۱۴ تنه، په هندوراس کې څلور تنه، په سلوادور کې نهه تنه او نيکاراګوای کې يو تن مړ کړی دی. د امريکا د توپانونو د ملي مرکز د معلوماتو له مخې، دغه توپان د جمعې په سهار پيل او پرون ناوخته کرار شو خو له کبله يې پيل شوي اورښتونه د مرکزي امريکا په هېوادونو کې په بل سرخوږي بدل شوي دي.
































