د ترکیې شمالي بارتین سیمه کې د ډبرو سکرو یوه کان کې د چاودنې له امله ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور بې درکه دي. د چاودنې پر مهال په کان کې نږدې ۱۱۰ کارګر وو، چې له نیمايي زیات یې د ځمکې له سطحې درې سوه متره لاندې په کار بوخت وو. د ترکیې د عامې روغتیا وزیر فحریتین کوسا وايي، ۱۱ کسان ژغورل شوي او درملنه یې شوې ده. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وايي، دغه چاودنه د کان په درې سوه مترۍ ژوره برخه کې شوې ده. په کان کې د چاودنې لامل تر اوسه معلوم نه دی او ځايي څارنوالۍ په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
































