د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې افغانستان کې د معلوليت لرونکو وګړو د ملاتړ کچه را ټيټه شوې ده. ياد سازمان په يوه راپور کې ويلي چې د افغانستان په ګډون په نهو هېوادونو کې معلوليت لرونکي وګړي روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي په موندلو کې له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي. کامرون، د مرکزي افريقا جمهوريت، ايتوپيا، فلسطين، عراق، سويلي سوډان او سوريه پر افغانستان سربېره نور هغه هېوادونه دي چې معلوليت لرونکي وګړي پکې له ستونزو سره مخ دي. د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې زياته کړې چې افغانستان کې د تېرو څلورو لسيزو جګړو له کبله د معلوليت لرونکو وګړو شمېر ډير دی چې يوازې لس سلنه يې د روغتيايي خدمتونو تر ملاتړ لاندې دي. دې ادارې ټينګار کړی چې دولتونه، نړيوال سازمانونه او مرستندویې ادارې بايد اړمنو معلوليت لرونکو وګړو ته د ملاتړ په برابرولو کې ونډه واخلي.
































