د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین لویدیځ استخبارات د ا.ا د مخالفو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي. پوتین په قزاقستان کې د آسیا اړیکو او باور جوړونې په سرمشریزه کې ویلي، چې لویدیځې استخباراتي کړۍ په ځانګړي توګه امریکایان او بریتانويان د طا لبانو پر ضد جوړښتونه لمسوي، چې موخه يې ترې د یو شمېر هېوادونو پر پولو بریدونه دي. پوتین زیاته کړې، دوی له دغو اړوند خطرونو او ګواښونو خبر دي نو له همدې کبله د طا لبانو له مشرتابه سره خپلې اړیکې خوندي ساتي. نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د یوې بلې کورنۍ جګړې مخنیوی د منځنۍ آسیا هېوادونو په ګټه دی. په دې کتنه کې د روسیې ولسمشر په نړۍ او سیمه کې د پېچلو حالاتو له په پام کې نیولو سره د منځنۍ آسیا او روسیې ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
































