چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته راپور وړاندې کړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 16, 2022
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس ته راپور وړاندې کړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر د ۱۶مې نېټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ او و يې ويل، چې د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو څخه لس کاله تير شوي او په دغه موده کې په چين کې د دغه ګوند او خلکو لپاره درې مهمې چارې وشوې. لومړۍ چاره يې دا ده، چې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو سل کاله تېر شوي دي. دوهمه چاره يې دا ده، چې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته ننوتلی دی. درېيمه چاره يې دا ده، چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ دندې تر سره شوې او لومړۍ سل کلنه موخه پوره شوې ده.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې دغه چارې د چين د کمونېست ګوند او چينايانو د ګډو هڅو تاريخي برياليتوب، د چيني ملت د پرمختګ تاريخي برياليتوب او پر نړۍ ژور اغېز لرونکی برياليتوب دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۵۴۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه ۱۱۴۰۰۰ ميليارډو يوانو ته زيات شوی دی. دغه راز د دغه هېواد اوسنۍ عمومي اقتصادي اندازه د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازه کې ۱۸ اعشاريه پنځه سلنه نيولې چې دغه رقم د لس کاله مخکې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه دوه زيات شوی او په نړې کې يې دوهم مقام نيولی دی.

شي جين پينګ وويل، چې چين د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سيمو عمده سوداګريز همکار دی او له نورو هېوادونو سره يې د تجارتو عمومي ارزښت په نړۍ کې لومړی مقام نيولی، په هېواد کې دننه د راجلب شوو بهرنيو پانګو او په نورو هېوادونو کې يې پانګونې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی، چې په لا لوی چوکاټ او پراخو ساحو کې يې په ژوره کچه د ورخلاصون جوړښت رامنځته کړی دی.

ده وويل چې چين د ځينو کليدي او مهمو تېکنالوژيو د څېړلو په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کړي او نويو ستراتيژيکو صنعتي چارو يې وده کړې ده. دغه راز، په چين کې د انسان وړونکو فضايي بيړيو په لېږلو سره د فضانوردۍ، سپوږمۍ او مريخ ته د اکتشاف، د سمندرونو او ځمکو ژورو ځايونو ته د رسيدنې او تحقیقاتي، د سوپر کمپيوټرونو، د سپوږمکيو له لارې د لارښوونې، د کوانټوم معلوماتو، د ذروي برقې تېکنالوژيو، د لويو الوتکو د جوړونې، د بيلوژيکي درملو په شمول په بېلابېلو برخو کې مهم پرمختګونه تر لاسه شوې او په دې سره دغه هېواد په نوښتي هېوادونو کې شامل شوی دی.

شي جين پينګ زياته کړې، چين له تېرو لسو کلونو راهيسې پر هغې نظريې ټينګار کړی، چې پاکې اوبه او زرغون غرونه د شتمنۍ زيرمتون دی او هڅې يې کړی، چې غرونه، اوبه، ځنګل، پټي، واښه او صحرا په ګډه وساتي او اداره يې وکړي، دغه راز په دغه هېواد کې د ايکلوژيکي تمدن سيستم او ميکانيزم لا بشپړ شوی، د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتنې په برخه کې يې تاريخي، ارزښتناک او هراړخيز بدلونونه رامنځته شوي او آسمان يې لا شين، غرونه يې لا زرغون او اوبه يې لا پاکې شوې دي.

شي جين پينګ دغه کانګرېس ته په خپل راپور کې همدارنګه ويلي چې له دې وروسته د چين د کمونېست ګوند کليدي دنده دا ده چې خپل هېواد د بېلا بېلو قومونو په مشرۍ په هر اړخيزه توګه د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد کړي او دويمه سل کلنه موخه پوره کړي او د چين د عصري کېدو له لارې د چيني ملت د عظمت د بيا احيا کېدو بهير پر مخ یوسي.

شي جين پینګ دې ته په اشارې سره ويلي چې په هر اړخيزه توګه د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد د ابادولو کار پر دوو پړاوونو ويشل کيږي او لومړی پړاو يې دا دی چې له ۲۰۲۰م کاله تر ۲۰۳۵م کال پورې په بنسټيزه توګه د سوسياليزم د عصري کېدو موخه پوره کړي، دوهم پړاو يې دا دی چې له ۲۰۳۵م کال څخه د روانې پېړۍ تر منځنيو لسيزو پورې دغه هېواد د شتمن، ډيموکراتيک، متمدن، هوسا او ښکلي سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد په توګه اباد شي. د نوموړي په وینا راتلونکي پنځه کلونه به په هر اړخيزه توګه د سوسياليستي عصري او غښتلي هېواد د ابادولو چارو د پيل کليدي پړاو وي.

شي جين پينګ د تايوان مسئلې د يادولو پر مهال وويل، چې د دغې مسئلې حل د چينايانو خپل کار دی او بايد د چينايانو له خوا پرېکړه وشي. هغه وويل، مونږ په خورا اخلاص سره او تر خپلې وسې پورې د هېواد د سوله ييز وحدت لپاره پر خپلو هڅو ټينګار کوو او دا ژمنه نشو کولای چې د هېواد د سولې او وحدت د تامين لپاره له پوځي لارو چارو کار نه اخلو، موږ به د ملي وحدت لپاره ټول اړين تدبيرونه ونيسو، خو تدبيرونه او عمليات مو د تايوان د خلکو په مقابل کې نه، بلکې د بهرنيو مداخله کوونکو او د تايوان بېلتون غوښتونکو په مقابل کې دي. د ملي وحدت او سمسورتيا بهير لاهم روان دی او مونږ بايد د بشپړ ملي وحدت لپاره هڅې وکړو او  دې موخې ته به رسېږو.

هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې چين د خپلواکۍ او سولې پر ډيپلوماتيکو تګلارو ټينګار کوي، خپل دریځ او تګلارې تل د حقيقت له مخې ټاکي، د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او نړيوال عدالت ساتي او له هر ډول بادارۍ او زور سياست، د سړې جګړې له مفکورې، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د دوه ګونې معيارونو له غوره کولو سره مخالفت کوي. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې هېواد به يې هېڅکله د تسلط په لټه کې نه وي او هېڅکله به خپله جغرافیه پراخه نه کړي.

Previous Post

نېکلاسون: افغانستان کې کورنۍ جګړه د منځنۍ اسیا پر زیان ده

Next Post

شي جيڼ پینګ: د تايوان مسئلې حل د چينايانو خپل کار دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جيڼ پینګ: د تايوان مسئلې حل د چينايانو خپل کار دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Free Slingo Classic Australia

سپتمبر 8, 2025
د اېټوپیايي کډوالو بېړۍ ډوبېدو له امله لسګونه کسان مړه او لادرکه شوي

د اېټوپیايي کډوالو بېړۍ ډوبېدو له امله لسګونه کسان مړه او لادرکه شوي

اگست 4, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved