د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍ د ضمني ټاکنو په لړ کې له اوو څوکیو شپږ څوکۍ ګټلې دي. نوموړي په پېښور کې د پښتون ملتپال ملي عوامي ګوند نوماند غلام احمد بلور او چارسده کې د همدغه ګوند مشر ایمل ولي خان ته ماتې ورکړې ده. ویل کیږي عمران خان به له دې بې سارې بریا سره اسمبلۍ ته لاړ نه شي ځکه چې نوموړي یوازې مخالفو ګوندونو ته خپل زور ښودلی دی. د یادونې ده چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند غړي تېره اپرېل میاشت کې د لومړي وزیر په توګه د هغه له بېواکه کېدو وروسته ملي اسمبلۍ کې له خپلو څوکیو ګوښه شول.
































