د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن سهار وختي بیا څو هوایي بریدونه شوي دي. د اوکراین د ولسمشر د دفتر ریس اندرې یرموک ویلي چې په دغو بریدونو کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی دی. د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې ښار څو چاودنو لړزولی او عیني شاهدانو د درې چادونو خبر ورکړی دی. تر اوسه د دغو چاودنو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. د کیېف ښاروال له خلکو غوښتي چې په خوندي ځایونو کې پاتې شي. روسي ځواوکونو تېره اونۍ هم پر کیېف هوايي بریدونه کړي وو چې ۱۹ کسان پکې وژل شوي وو.
































