د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د امريکا پر ولسمشر جو بايډن تور پورې کړی چې ايران کې خلک بلوا او د ګډوډيو جوړولو ته هڅوي. رييسي ويلي، د امريکا ولسمشر چې کله په نورو هېوادونو کې خلک بلوا، ګډوډيو او ورانکاريو ته هڅوي نو ذهن ته يې د ايران د انقلابي رهبر هغه خبرې ورګرځي چې امريکا ته به يې د لوی شيطان خطاب کاوه. د ايران د ولسمشر دا څرګندونې تر هغې وروسته دي چې بايډن د ايراني لاريونوالو او معترضينو زړورتيا وستايله او پر اخوندي رژيم يې غږ وکړ چې د هغوی له ځپلو لاس واخلي. ايران کې نږدې يوه مياشت وړاندې د اخلاقي امنيت پوليسو تر شکنجې لاندې د يوې کردۍ پېغلې د وژل کېدو په غبرګون کې پراخ لاريونونه پيل شوي چې تهران يې د ځپلو لپاره پر تاوتريخوالي لاس پورې کړی دی. د ايراني معترضينو پر خلاف د اخوندي رژيم تاوتريخوالي په نړيواله کچه پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
































