د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند له ۹۶ ميليونه او ۷لکو تنو غړو څخه ۲زره ۲سوه او ۹۶ تنه استازي په دغه کانګرېس کې د دغه هېواد د اقتصاد، ساينس او تېکنالوژيو، ملي دفاع، ښوونې او روغتيا په شمول بېلابېلو ساحو کې بحث کوي. په دې هکله د افغانستان پخواني ډيپلومات او د سياسي چارو شنونکي عزيز معارج د چين مډيا ګروپ د پښتو څانګې له خبريالې سره يوه مرکه کړې ده. عزيز معارج د چين په هکله ډېر معلومات لري او اوس په خپلو کارنو کې زيات چيني همکاران او ملګري لري، نو د ياد کانګرېس د تر سره کېدو په هکله يې ژور احساسات لري.

ښاغلي عزيز معارج دا نظر څرګند کړ، بايد ووايم چې د چين کمونېست ګوند يو وتلی ګوند دی، چې تل يې د چين ملت ته تر هر څه لومړی خدمتونه کړي دي او د چين د رغونې او سوکالۍ راز همدا د کمونېست ګوند و چې پرمختللی ګوند دی.
د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو څخه لس کاله تېر شوي او په دغه موده کې په چين کې د دغه ګوند او خلکو لپاره د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته ننوتلی دی، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ دندې تر سره شوې او لومړۍ سل کلنې موخې پوره شوې دي. په دې هکله ښاغلي عزيز معارج وويل، چې د چين کمونېست ګوند اوسنۍ ناسته د دوی يوه بله لويه لاسته راوړنه ده، خلکو ته خدمات وړاندې کوي، همدارنگه د چين کمونېست ګوند له خپلو نورو ګوندونو سره هم ښې اړيکې ساتلې دي. دا ژور واقعيت دی، چې چين په خپلواکۍ ، د سولې او ډيموکراتيکو تګلارو په شتون ټينګار کړی دی او دا يې ډېر ښه درېځ غوره کړی ده.

د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې څرګند شوي، چې چين د خپلواکۍ او سولې پر ډيپلوماتيکو تګلارو ټينګار کوي، خپل دریځ او تګلارې تل د حقيقت له مخې ټاکي، د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او نړيوال عدالت ساتي او له هر ډول بادارۍ او زور سياست، د سړې جګړې له مفکورې، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د دوه ګونې معيارونو له غوره کولو سره مخالفت کوي. په اقتصادي چارو کې به چين په لا لوی چوکاټ او پراخو ساحو کې په ژوره کچه د ورخلاصون جوړښت رامنځته کړی دی.
په دې هکله ښاغلي عزيز معارج وويل، چين معمولاً هر څه له نړيوالو سره په اصولو په بنياد کې انډول به ساتي، متقابلې يا دوه اړخيزې اړيکې خپلې ساتي، هېڅ وخت د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، بهرنی سياست ډېر ارام سياست ده، د چين سياست ته معمولا اقتصادمحوره دی.غواړي چې په دې هکله همغږۍ وکړي.که چېرې نړيوال له چين سره د سيالۍ پر ځای د دوی اقتصادي مسايلو سره شرکت وکړي، کېدای شي نه يوازې د چين، بلکې د نورې نړۍ اقتصاد هم پرمختګ وکړي او نور هېوادونه به هم ډېر وده وکړي. چين توانېدلی چې په دغو لسو کلونو په ټولو وختو کې ډېر قوي پرمختګ وکړي، او نړۍ ته ډېر خدمت وکړي، د ټولې نړۍ په ګوټ ګوټ کې موږ ګورو د چين توليدات، توکي،خپره شوي دي، خرڅېږي او د بشر د نړۍ د ټول اووه ميليارډ نفوس تقريباَ خامخا په يو ډول د چين د توکو نه ګټه پورته کوي.
ښاغلي عزيز معارج په پای کې د خپل وطن افغانستان او چين تر منځ د اړيکو په هکله خپل نظر څرګند کړ او ويې ويل، چې چين ګاونډيانو سره هم ښې اړيکې لري. چين د افغانستان په بيا رغونې کې هم ونډه اخيستې. چين هېڅ وخت د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې جګړه ايزه مداخله نه ده کړې، او د بل هېواد په چارو کې هم داسي ناوړه مداخلې نه کوي، خصوصاً چين د افغانستان په جګړو کې هېڅ وخت شامل شوی نه ده، مداخله يې نه ده کړې، تل افغانستان ته د ورورۍ او دوستۍ او د اقتصادي پرمختيا او د مرستو وړانديز کړی دی. چين تل ټينګار کړی، چې زموږ اقتصاد وده وکړي، چين غواړي کانونو کيندلو کې ونډه واخلي، او د افغانستان په رغونه کې مرسته وکړي. چين هم يو داسې سياست نه لري، چې مثلاً د نړۍ نورې سيمې لاندې کړي، معمولاً د دنيا اصولو ته د دنيا حقوقي بنسټونو ته او د دنيا ډيموکراتيکو اصولو ته ژمن دي، او خپله چينايان ډېر مينه ناک، ارام، دوست، او د وروڼو په شان ژوند کوي. د سوله ييز چين څخه په هره برخه کې نړيوالو ته زيات درسونه شته چې کولای شو ترې گټه پورته کړو.











