د امریکا د حکومت لخوا اوکراین سره د ۶۰ میلیارده ډالرو نویو مرستو تر اعلان وروسته اوس د دې هیواد د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي وایي چې اوکراین سره پر مرستو باید نظارت وشي. دوی وایي چې امریکا کې د اقتصادي رکود احتمال زیات شوی او له اقتصادي سیال څخه دې هیواد ته امنیتي گواښونه متوجه دي نو باید له یوکراین سره پر مرستو لاس ونیول شي او نظارت پرې زیات شي.
































