په تېره يوه مياشت کې څه باندې ۳۴ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي. د نيمروز د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رييس مولوي صديق الله نصرت وايي چې د تلې له لومړۍ بيا تر دېرشمې نېټې پورې ۳۴ زره او ۱۸۸ افغان کډوال له ايرانه هېواد ته را ستانه شوي دي. د نصرت د معلوماتو پر بنسټ، اړمن او بېوزلي کډوال د کډوالۍ نړيوال سازمان ته ورپېژندل شوي او د نغدو پيسو تر څنګ د خوراکي توکو مرسته هم ورسره شوې ده. د يادونې وړ ده چې تېره مياشت څو ځله له ايرانه د افغان کډوالو د اجباري را ستنولو خبرونه هم خپاره شوي وو.
































