وسله والو کسانو د کلفورنیا ایالت د سانفرانسیسکو ښار کې د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي په کور برید کړی او د هغې خاوند پال پلوسي یې ټپي کړی دی. په خپله نانسي پلوسي د برید پر وخت په کور کې نه وه. دوو تنو د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې پال پلوسي په سر او د بدن په نورو برخو کې ټپي شوی. پولیسو برید ګر چې ډیوډ ډیپاپ نومیږي نیولی دی. دا برید په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې بله میاشت په ټولې امریکا کې کانګرس د منځنۍ دورې ټاکنې وشي او وار د مخه یې د کانګرس د غړو او د هغوی د کورنیو د خوندیتوب په هکله اندېښنې پیدا کړي دي.
































