د يونان په اوبو کې د کډوالو يوه بېړۍ ډوبه شوې چې ويل کيږي لسګونه سپرلۍ يې درلودې. فاکس نيوز ويلي چې د کډوالو دغه بېړۍ وړمه شپه د يونان پلازمېنې آتن ته نږدې ډوبه شوې ده. سرچينه زياتوي، بېړۍ ۶۸ سپرلۍ درلودې چې ۱۰ هغه يې ژغورل شوې او د پاتې ۵۸ د برخليک په تړاو لا معلومات نه دي ترلاسه شوي. ژغورل شويو کډوالو د يونان ساحلي ګارد ته ويلي چې د ترکيې له ايزمير ښاره يې حرکت کړی و. راپورونو کې راغلي چې په سيمه کې توند بادونه د ژغورنې د عملياتو د ناکامۍ سبب شوي او له کبله يي ښايي د تلفاتو شمېرې لوړې شي. د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د يونان په اوبو کې د بېړيو د ډوبيدو په دوو نورو پېښو کې هم ۲۷ کډوال مړه شوي وو.
































