د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف د بهرنیو ارتباطاتو مشره، ډامنیک ایزابیل هاید چې څو ورځې مخکې افغانستان ته راغلې وايي، له ګڼو داسې نجونو سره یې کتلي چې تعلیم ته خورا زیاتې لېواله دي. نوموړې ویلي، چې د افغان نجونو پر مخ دې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیستل شي. بلخوا په افغانستان کې د یونېسف د ارتباطاتو مشره، سم مورټ وايي، د ټولو نجونو خپلوان او د کورنۍ غړي همدا هیله لري، چې نجونې یې له زده کړو برخمنې وي. خو د ا.ا ویاند ویلي، په دې اړه کار روان دی او ژر به له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.












