د هند په پلازمينه نوي ډيلي کې هوا د ګواښ تر کچې ککړه شوې او کارپوهانو د ښوونځيو د رخصتېدو غوښتنه کړې ده. رويټرز په نوي ډيلي کې د چارواکو له قوله ويلي چې له ټولو نظارتي سټېشنونو را ټوله شوې ډيټا ښيي چې د هوا د ککړتيا کچه له ۴۵۰ اوښتې ده. د ځينو سټېشنونو معلوماتو ښوودلې چې د هوا د ککړتيا کچه په ځينو سيمو کې تر ۸۰۰ پورې رسېدلې ده. هند کې د چاپېريال ساتنې متخصصينو ويلي، په نوي ډيلي کې روان وضعيت د بشريت پر ضد جنايت دی. روغتياپالان وايي، د هوا د ککړتيا شاخص که تر ۴۰۰ لوړ شي نو ناروغان پر ځای پرېږده، چې د روغو خلکو ژوند ته هم ګواښ پېښولی شي. که څه هم نوی ډيلی د هوا د کيفيت له پلوه د نړۍ تر ټولو ککړه پلازمېنه بلل کيږي، خو د ژمي په راتلو سره پکې د هوا د ککړتيا کچه په وحشتناک ډول لوړيږي.
































