روسیه کې د اورلګېدنې له امله ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د روسیې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د کرستومو ښار په یوه نایټ کلب کې د اور لګېدنې له امله ۱۵ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. ژغورنکو ډلو ویلي، شاوخوا ۲۵۰ کسان له هغې ودانۍ څخه ایستل شوي چې د شپې پکې اور لګیدلی و. دا ښار د مسکو په شمال ختیځ کې شاوخوا ۳۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده. د چارواکو په وینا دغه پېښه په ځايي وخت د سهار په اووه نیمو بجو رامنځته شوې ده. د بیړنیو خدماتو څانګې ویلي چې اور لګېدنه ښايي د اور لوبې له امله رامنځته شوې وي.
































