د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روانې لړم میاشتې تر پايه به له روسيې څخه افغانستان ته د شوي تړون له مخې د تېلو، اوبلن گازو او غنمو رالېږد پیل شي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېرې تلې مياشتې په اوومه ويلي و چې له روسیې سره يې د غنمو، اوبلن گاز او تېلو د پېرلو هوکړه لاسلیک کړې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغې هوکړې له مخې به په یوه کال کې دوه ميليون ټنه تېل، پنځه سوه زره ټنه اوبلن گاز او دوه میلیون ټنه غنم له روسیې څخه افغانستان ته راولېزدول شي. د صنعت او سوداگرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخند ازاده وايي، چې دغه توکي به د روانې مياشتې تر پایه افغانستان ته راورسیږي او يا به يې رالېږدول پيل شي.
































