د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي چې روسيه يې د هېواد د انرژۍ پر تاسيساتو د پراخو بريدونو پلان لري. ګارډين د زلينسکي د پرون شپې پر ويډيويي وينا په استناد سره ويلي چې د بريدونو کره وخت نه دی مالوم خو ښايي ډير ژر يې د اوبو او انرژۍ ډير نور تاسيسات هم په نښه شي. له دې سره هممهاله د کيېف ښاروال ويټالي کليچکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې که د اوکراين په نورو سيمو کې خپلوان لري نو د څه مودې لپاره دې هلته ورتګ ته چمتووالی ونيسي. کليچکو ويلي چې خلک دې د اوبو او برېښنا پرې کېدل د يوه قوي احتمال په توګه په پام کې ولري او له کيېفه وتلو ته دې چمتو وي. د يادونې وړ ده چې روسيې له تېرې يوې نيمې اونۍ راهيسې په اوکراين کې پر برېښنا کوټونو او د اوبو رسولو پر شبکو سخت بريدونه پيل کړي چې له کبله يې د پلازمينې کيېف په لويه برخه سيمو کې دغه خدمات له ځنډ او خنډونو سره مخ شوي دي.










