امريکا کې يوې نظرپوښتنې معلومه کړې چې د نږدې نيمايي امريکايي کورنيو د ژوندانه وضعيت د تېرو دوو کلونو په پرتله خراب شوی دی. په دې نظرپوښتنه کې چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اې بي سي نيوز ټلويزيون له لوري شوې ۴۳ سلنې امريکايي کورنيو ويلي چې ژوند يې تر پخوا خراب شوی، ۳۹ سلنې ويلي چې په ژوند کې يې د پام وړ بدلون نه دی راغلی او ۱۸ سلنې نورو بيا ويلي چې ژوند يې تر پخوا ښه شوی دی. ۵۲ سلنه پوښتل شويو کسانو ويلي چې د خپل اقتصادي وضعيت د ښه کېدو لپاره تر ډيموکراټانو پر جمهوري غوښتونکو ډير باور لري او ۳۸ سلنه نورو بيا ويلي چې د ډيموکراټانو اقتصادي پروګرامونه به يې د ژوند وضعيت ښه کړي. د واشنګټن پوسټ او اې بي سي نيوز په نظرپوښتنه کې د اکټوبر له ۳۰مې بيا د نومبر تر دويمې نېټې پورې ۱۰۰۵ تنه پوښتل شوي چې ۸۸۱ تنه يې د رايه ورکوونکو په توګه هم ثبت دي. د دې نظرپوښتنې پايلې امريکا کې د کانګريس تر ضمني ټاکنو يوه ورځ وړاندې خپرې شوې دي.
































