د رویټرز خبري اژنس د خبر له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر اته میلیون اوښتی دی. امریکا د تر ټولو ډېرو مثبتو پېښو په درلودلو سره په لومړي قدم کې ده. په دغه هېواد کې تر اوسه پورې له دوه میلیون ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او ۱۱۶ زره یې مړه کړي دي. برازیل د ۹۰۰ زره مثبتو پېښو په درلودلو سره دویم هېواد دی. په برازیل کې تر اوسه پورې له ۴۴ زره ډېر کسان د کرونا وبا له کبله مړه شوي دي. روسیه بیا د نړۍ دریم هېواد دی چې د کرونا ویروس ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.
































