د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې له روسیې سره رښتینو مذاکراتو ته چمتو دی. زلینسکي ویلي چې هېواد یې په هغه صورت کې له مسکو سره خبرو ته اماده دی چې د اوکراین سرحدونه بېرته اعاده کړل شي، د روسیې د یرغل او بریدونو قربانیانو ته تاوان ورکړل شي او د دغو بریدونو او یرغل عاملینو ته د سزا ورکولو هڅې دې وشي. د زلیسنکي تر دغو خبرو مخکې واشنګټن پوست راپور ورکړی و چې امریکا له اوکرایني چارواکو څخه غوښتي د سولې خبرو ته امادګي وښيي. راپور وايي، واشنګټن ویلي چې له خبرو سره د اوکراین دلچسپي به له کیف سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات کړي. په همدې حال کې د اوکراین د دفاع او امنیت شورا مشر اولیکسي دانیلوف ویلي دي چې د دا ډول خبرو لپاره اساسي شرط دا دی چې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا دې بېرته اعاده کړل شي.
































