د درېواړو هېوادونو استازو د ویډیو له لارې په یوه جوړ شوي کنفرانس کې بحثونه لرلي دي. په دې کنفرانس کې د افغانستان له لوري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر، د امریکا له لوري زلمي خلیلزاد او د روسیې له لوري ضمیر کابلوف ګډون کړی و. د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، روسیې او امریکا د سولې لپاره د افغان حکومت له هڅو ملاتړ او هرکلی کړی دی. سرچینه وایي یادو دواړو هېوادونو همدا راز د زندانیانو د خلاصون او د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کولو کې هم د افغان حکومت هڅې ستایلې دي. په دې کنفرانس کې درېواړو هېوادونو ټینګار کړی چې د بین الافغاني خبرو لپاره باید تاوتریخوالی کم کړل شي. دوی همدا راز ټینګار کړی چې په بین الافغاني خبرو کې باید تر ډېره پر یوه عمومي اوربند خبرې وشي چې په دې توګه روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
































