د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو نوره پوځي مرسته اوکراین ته لیږي. په دې مرسته کې به په زیاته اندازه مهمات او څلور لوړ ګرځنده هوايي دفاعي سیستمونه شامل وي. د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي، د دفاعي سیستمونو دا مرسته به اوکراین ته ځکه مهمه وي چې روسان کروز میزایلونه او هم د ایران په لاس جوړ شوي ډرون الوتکې کاروي. د هیمارس توغندیزو سیسټمونه دې مرستو کې شامل دي چې د اوکرایین دفاعي ځواکونو په بریالۍ توګه کارولي. همدارنګه لس زره د هاوان مرمۍ، ۴۰۰ لاسي بمونه او لسګونه نور مهمات د امریکا لهخوا اوکراین ته استول کېږي.
































