د ایران د بشری حقونو د څار بنسټ ویلي چې امنیتي ځواکونو په دغه هېواد کې تر اوسه ۳۲۶ معترض لاریون کوونکي وژلي دي. د راپورونو له مخې تر اوسه په دغو لاریونونو کې ۳۲۶ کسان وژل شوي چې پکې ۴۳ ماشومان او ۲۵ مېرمنې هم شاملې دي. د لاریونونو پر مهال په وژل شویو ماشومانو کې نهه نجونې او درې افغان ماشومان هم شامل دي. په ایران کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي خو ویل شوې نه دي چې وژل شوي ماشومان کډوال او که له افغانستانه یا کوم بل هېواده موقتي ایران ته تللي افغانان وو. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د ایران په لاریونونو کې د افغانانو د ګډون او یا وژنو په تړاو څه نه دي ویلي دي.































