د امریکا پارلماني ټاکنو کې د ډیموکراتانو تر پرمختگ وروسته د دې هېواد ولسمشر جو بایډن ویلي چې د امریکا د پارلماني ټاکنو له پایلو څخه خوښ دی. دا په داسې حال کې ده چې دیموکراتانو په جورجیا ایالت کې تر بریا وروسته د پارلمان ۵۰ سلنه ونډه ترلاسه کړه. ډيموکراتانو دا بری تر هغې وروسته خپل کړ چې نېواډا ايالت کې ډيموکراټې سناتورې کټرين کورټېز ماسټو خپل جمهوري غوښتونکي سيال ته ماتې ورکړه او په سنا جرګه کې د ډيموکراټ ګوند پنځوسمه غړې وګڼل شوه. له جورجيا ايالت پرته په ټوله امريکا کې د سنا د ټاکنو پايلې اعلان شوې خو په دغه ايالت کې به د ډيموکراټ او جمهوري غوښتونکي نوماندانو تر منځ بیا ټاکنې کيږي.
































