سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

د مطالعې فن

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 17, 2020
in کتاب
0
د مطالعې فن
711
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دا اصطلاح چې «دا اوښ د هر چا په دروازه کې چو دی» د واده، مرګ او نورو هغو پېښو لپاره کارول کېږي چې هر څوک په ژوند کې ورسره مخ کېږي.

پر دې سربېره که تاسو زده کوونکی یا محصل یاست، پکار ده چې مطالعه وکړئ، نوټ واخلئ او په ازموینه کې ګډون وکړئ، نو دغه اصطلاح ستاسو په اړه هم سمه ده.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

د ښوونځيو او پوهنتونونو د اجباري مطالعې په اړه سلګونه کتابونه لیکل شوي؛ خو له بده مرغه زیاتره دغه کتابونه د لیکوالو له شخصي تمایلاتو او باورونو سرچینه اخلي او لارښوونې یې په علمي اصولو او تګلارو نه دي ارزیابي شوې، نو امکان لري چې ستاسو د مطالعې اوسنۍ طریقه ستاسو له موقعیت سره مناسبه نه وي.

په دې کتاب کې د مطالعې د اغېزمنتیا لپاره داسې سپارښتنې شوې چې په علمي اصولو ثابتې شوې دي. په کتاب کې وړاندې شوې طریقې ډېرې اغېزناکې او ګټورې دي. د دغو سپارښتنو په عملي کولو سره مو د مطالعې، زده کړې او یاد ساتلو کیفیت لوړولای شئ.

د مطالعې فن په دې نیت لیکل شوی چې د پوهنتونونو په بېلابېلو څانګو کې د مطالعې د مهارتونو د زده کړې په موخه تدریس شي. د دې تر څنګ نور مینه‌وال هم ګټه ترې واخلي. د دې کتاب د سپارښتنو پلي کول هغو کسانو ته  هم ګټور دي چې  د درسي موادو په توګه یې لولي او هغو کسانو ته هم ګټه لري چې د ازادې مطالعې په نیت یې د لوستلو شوق لري.

د دې کتاب په لومړي څپرکي کې د مطالعې د طریقو پر ارزښت بحث کېږي او لوستونکي ته ښيي چې څنګه مطالعه وکړي څو تر نورو محصلانو مخکې شي. په دویم څپرکي کې د کلامي زده کړې لپاره د دریو پړاوونو نظریه وړاندې شوې، چې د نورو څپرکو د مطالعې لپاره د بنسټيز چوکاټ حیثیت لري. د دغې نظریې درې پړاوونه پاملرنه، خپلې ژبې ته اړول او نوو اطلاعاتو ته له پخوانیو هغو سره اړیکه ورکول دي.

په درېیم څپرکي کې له دغو دریو پړاوونو څخه په ګټنې د مطالعې اغېزمنې لارې چارې وړاندې کېږي. څلورم څپرکی دې ته ځانګړی شوی چې د استاد له درسي توکو، کتابونو او له نورو رسنیو څخه څه ډول زیاته ګټه اخیستلای شو. په پنځم څپرکي کې له حافظې څخه د ګټې اخیستنې او د هغې د ظرفیت لوړولو په موخه  څو ساده او په عین حال کې ګټورې لارې چارې وړاندې شوې دي. شپږم څپرکی له لوستونکي سره مرسته کوي چې د یادو څلورو پړاوونو له پروګرام څخه په ګټه اخیستو ازموینې ته تیاری ونیسي او په بریالۍ توګه ازموینه ورکړي.

په اووم څپرکي کې لوستونکی د درسي مقالو د لیکلو او تشریحي ازموینو ورکولو چل زده کوي. په اتم څپرکي کې د علمي ګټې اخیستنې لپاره د مخکینیو څپرکو د مطالبو لنډيز راغلی. په دې څپرکي کې هڅه شوې چې له لوستونکي سره داسې مرسته وشي چې هغه اړتیا ورته لري او ځان ته د مطالعې داسې پروګرام جوړ کړي چې د ده له ژوند او شرایطو سره سم وي.

د هر څپرکي په پيل کې د هغه موخې راغلې او ویل شوي چې لوستونکی باید د څپرکي تر پایه کوم مطالب زده کړي. پر دې سربېره، له لومړي تر اووم پورې د هر څپرکي په پیل کې د اصطلاحاتو نوملړ راغلی چې د څپرکو په زده کړه کې د دغو اصطلاحاتو ارزښت ښيي.

د کتاب په پای کې وییپانګه ده چې دغه ټول اصطلاحات له خپلو تعریفونو سره پکې راغلي.

د هر څپرکي په پیل کې د اصطلاحاتو تر نوملړ وروسته لنډه سریزه او د ځینو څپرکو په پای کې د مطالبو لنډيز هم راغلی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

د افغان سولې لپاره سیمه ییزې هڅې او اغېزې یې

Next Post

د ډېرې غوسې پایله خطرناکه وي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
د ډېرې غوسې پایله خطرناکه وي

د ډېرې غوسې پایله خطرناکه وي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کابینې غونډه کې د بې کیفیته تېلو د واردلو پر مخنیوي خبرې شوي

د کابینې غونډه کې د بې کیفیته تېلو د واردلو پر مخنیوي خبرې شوي

مارچ 25, 2025
لوګر؛ محمد اغه کې د خلکو په لګښت د یوې لېسې ودانۍ بیا رغول شوې

لوګر؛ محمد اغه کې د خلکو په لګښت د یوې لېسې ودانۍ بیا رغول شوې

دسمبر 4, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved