د امریکا ځينې ادارې او پخپله ولسمشر ټرمپ د جان بولتن د یوه کتاب د چاپ او خپرېدو مخنیوی کوي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا لویې څارنوالۍ ویلي چې ددغه کتاب په اړه شکایتونه ورته شوي دي او باید خپور نه شي. تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو که جان بولتن دغه کتاب خپور کړي نو ښایي د عدلي او قضايي ادارو له غبرګون او اقدام سره مخ شي. ده ویلي بولټن په دې کتاب کې د ډېرو مهمو دولتي مجلسونو خبرې ثبت کړې دي او دده په خبره د امریکا د ولسمشر په توګه یې هره خبره محرم ده چې باید چاپ نه شي. جان بولټن د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و، چې بیا ددواړو ترمنځ د نظر اختلاف رامنځ ته شو او دی له دې دندې لرې کړل شو. ټاکل شوې چې دغه کتاب د روانې میاشتې په پای کې خپور شي.
































