چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين د فضانوردۍ په چارو کې د امريکا بنديزونو ته ماتې ورکړې او په خپله يې ستر پرمختګ کړی دی

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 30, 2022
in نړیوال خبرونه
0
چين د فضانوردۍ په چارو کې د امريکا بنديزونو ته ماتې ورکړې او په خپله يې ستر پرمختګ کړی دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

امريکا تل د فضانوردۍ په چارو کې پر چين سخت بنديزونه لګولي دي، خو اوسمهال د چين ستورمزلي توانېدلي چې د چين د فضايي سټېشن د جوړولو وروستی پړاو ختم کړي. د شن جو د ۱۵مې او ۱۴مې بېړيو د دوو ډلو شپږ ستورمزلي به په فضا کې سره وګوري او مخامخ د کارونو تبادله به وکړي او د چين په فضايي سټېشن کې به د اوږد وخت د ستورمزلو د شتون شکل پيل کړي. ويلی شو، چې په چين کې په پنځوسو کلونو کې د نسل په نسل فضانوردانو د امريکا  لخوا جوړ شويو بې شمېره ستونزو ته ماتې ورکړې او په خپله يې ټکنالوژیکې څېړنې کړې او د فضانوردۍ په چارو کې يې ستر ګامونه پورته کړي دي.

د فضا لټول د انسانانو ګډه هيله ده او په فضايي چارو کې لاسته راوړنې ټولو انسانانو ته ګټې رسولی شي. خو امريکا غواړي فضا هم د دغه هېواد لخوا کنټرول شي او فضا یوازې امريکا ملکیت وګڼي.

 امريکا د شلمې پېړۍ په پای کې د نړيوال فضايي سټېشن جوړولو په وخت کې د فضانوردۍ د پرمختللو ټکنالوژيو په اتکا د دغه پلان مشري کړې او په دغه سټېشن کې د چين له ګډون څخه يې انکار کړی. له دې وروسته امريکا د فضانوردۍ په ساينس او ټکنالوژيو کې ډول ډول خنډونه جوړ کړي او چين ته د فضانوردۍ په اړن د ټولو توليداتو پر صادراتو يې بنديز لګولی دی.

د چين د فضانوردۍ چارو ساينسپوهانو په خپله ټکنالوژیکې څېړنې کړې دي او په پر له پسې توګه يې نوښت کړی او د فضا لټونې په ترڅ کې يې لاسته راوړنې راخپلې کړې دي. په ۱۹۹۹م کال کې د چين د شن جو اولم نمبر فضايي بېړۍ په بريالي ډول وتوغول شو، په ۲۰۰۳م کال کې د چين ستورمزلی يانګ لي وې د شن جو پنځم نمبر بېړۍ له لارې فضا ته ننوتلی او هلته د يوويشتو ساعتونو لپاره پاتې شوی دی، په ۲۰۰۸م کال کې د چين ستورمزلی جای جي ګانګ په فضا کې د چين د لومړي ځل قدم هولو کار بشپړ کړی، په ۲۰۱۰م کال کې چين د چانګ عه دويم نمبر سپوږمکۍ توغولې او سپوږمۍ ته د رسېدو په اړه د ټکنالوژيو ازموينې يې تر سره کړې دي. د چين د فضانوردۍ چارو د چټک پرمختګ په هکله امريکا پر چين لا سخت فشارونه اچولي او د ولف (Wolf) مقررات يې صادر کړي، چې د قانون جوړولو په شکل د فضانوردۍ په چارو کې د چين او امريکا په همکاريو کې جدي خنډ جوړ کړي او د امريکا د ناسا (NASA) او د چين د فضانوردانو تر منځ د هر ډول تماسونو مخه يې نيولې ده.

د امريکا تر سختو بنديزونو لاندې د چين د فضانوردۍ چارو خو لا چټک پرمختګ کړی دی. په ځانګړې توګه په دې وروستيو کلونو کې د چين توغندي ډېرې سپوږمکۍ توغولې، چې شمېر يې د ډېرو هېوادونو په نسبت زيات دی، سپوږمکۍ مختلف توانونه لري چې د خلکو عادي ژوند ته زياتې اسانتياوې برابروي. د چين د فضايي سټېشن جوړولو کارونه ګام په ګام ټينګ شوي او ستورمزلو له فضايي سټېشن څخه له چيني شاګردانو سره ګډ درسونه زده‌ کړي دي. د چين خلک د دغه هېواد د فضانوردۍ چارو د پرمختګ په هکله زيات معلومات تر لاسه کړل او په دې سره وياړمن دي.

امريکا تر اوسه د چين د فضانوردۍ چارو د پرمختګ پر وړاندې تدافعي تدبيرونه غوره کوي او په دې چارو کې د چين پر اړوندو شرکتونو او ارګانونو بنديزونه ته دوام ورکوي او د دوی شتمنۍ يې کنګل کړې او امريکا ته د اړوند ساينسپوهانو د ننوتلو مخه نيسي. امريکا په پوره توګه په فضانوردۍ ساحه کې له چين سره همکارۍ پرې کړې. خو عجيب خبر دا دی، کله چې د چين فضايي سټېشن د کارونې او بشپړ فعالیت پړاو ته ننوزي، خو د امريکا اصلي نړيوال فضايي سټېشن د خرابېدو په حال کې دی. د امريکا ناسا له چين سره د همکاريو هيله څرګنده کړه، خو ويې ويل ، چې چين په خپله له امريکا سره د همکارۍ غوښتنه نه ده وړاندې کړې. د امريکا دغه منطق څه دئ؟ په واقعیت کې دا یوه شرمناکه او سپين سترګې کړنه ده.

Previous Post

سټولټنبرګ: یوه ورځ به اوکراین د ناټو غړی هېواد شي

Next Post

کاناډايي سناتوران افغانستان سره د مرستو پر لارو چارو غور کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کاناډايي سناتوران افغانستان سره د مرستو پر لارو چارو غور کوي

کاناډايي سناتوران افغانستان سره د مرستو پر لارو چارو غور کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د جام تاريخي څلي د بيارغونې چارې پای ته ورسېدې

د جام تاريخي څلي د بيارغونې چارې پای ته ورسېدې

نوومبر 1, 2023

چین د امریکا د مصنوعي ځيرکتيا پر صادرولو د بندیز له وضع کېدو سره کلک مخالفت کوي

جنوري 14, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ