سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د اروپايي شورا له مشر چارليس ميشل سره وکتل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 1, 2022
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په لومړۍ نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د اروپايي شورا له مشر چارليس ميشل سره وکتل او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وویل، چې د چين د کمونېست ګوند  شلم ملي کانګرېس څه موده مخکې ترسره شو او اوس چين ته د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هېوادونو په استازيتوب د چارليس ميشل سفر د اروپايي ټولنې د ښه نيت ښکارندويي کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړي په خپلو خبرو کې چين او اروپا د نړۍ د سولې د ساتلو دوه ستر قوتونه، د ګډ پرمختګ دوه لوی بازارونه او د انساني پرمختګ د پرمخبيولو دوه ستر تمدنونه بللي دي.

 شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د چین د پخواني دولت رئیس جيانګ ځه مين مړينې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې نوموړي په خپل وخت د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او مونږ به اوس د دواړو خواوو د اړيکو ټينګښت او پرمختګ ته دوام ورکړو.

جيانګ ځه مین د نومبر په ۳۰مه نېټه په شانګهای کې د ناروغۍ له امله ومړ.

 شي جين پينګ د اروپايي شورا مشر چارليس میشل ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د مهمو لاسته راوړنو او د چيني ډوله عصري کېدو پنځګونو ځانګړتياوو په اړه مالومات ورکړل.

نوموړي د چين او اروپايي ټولنې د اړيکو د پرمختګ په اړه څلور نظرونه وړاندې کړي:

۱ـ چين او اروپايي ټولنه دې پر سم تفاهم ټینګار ولري.

۲ـ دواړه لوري دې په سمه توګه توپیرونه اداره کړي.

۳ـ  چين او اروپايي ټولنه دې د لوړې کچې همکارۍ ترسره کړي.

۴ـ دواړه خواوې دې نړيواله همغږي او همکارۍ پياوړې کړي.

 د اروپاپي شورا مشر چارليس ميشل په خپلو خبرو کې رئيس شي جين پينګ ته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار مبارکي وويله او د اروپايي ټولنې په استازيتوب يې د چين د دولت پخواني مشر جيانګ ځه مين پر مړينه ژور خواشیني وښوده.

نوموړي وويل، چې اروپايي ټولنه د چين د کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته له رئیس شي جین پینګسره کتنې ته اهميت ورکوي او غواړي له چين سره د بېلا بېلو مهمو مسئلو په اړه ژورې خبرې اترې وکړي.

چارليس میشل زياته کړه، چې اروپايي ټولنه د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي، د چين حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

 دواړو خواوو د اوکراین د کړکیچ په اړه هم د نظریو تبادله وکړه.

Previous Post

د سږ کال په لومړيو لسو مياشتو کې د چين د دولتي تصدیو عواید ۸.۹ سلنه زيات شوي

Next Post

شي جين پينګ: په سياسي لارو چارو د اوکراين د کړکېچ حل و فصل د اروپا په ګټه دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ: په سياسي لارو چارو د اوکراين د کړکېچ حل و فصل د اروپا په ګټه دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولسمشر غني: طالبان دې سولې ته ژمنتیا وښيي او اوربند دې وکړي

ولسمشر غني: طالبان دې سولې ته ژمنتیا وښيي او اوربند دې وکړي

سپتمبر 30, 2020
شي‌ جين‌ پينګ د رومانيا منتخب ولسمشر نيکوسور ډاين ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

شي‌ جين‌ پينګ د رومانيا منتخب ولسمشر نيکوسور ډاين ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

مې 24, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ