د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غوښتنه کړې چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو مېشتو پښتنو ته دې د افغانستان او پاکستان تابعیت ورکړل شي. نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان د کویټې ښار په ایوب لوبغالي کې د خپل ګوند د بنسټ ایښودونکي عبدالصمد خان اڅکزي چې په خان شهید مشهور و، د نهه څلوېښتم تلین په مناسبت یوې سترې غونډې ته په خپلې وینا کې کړې دي. هغه د نورو خبرو ترڅنګ د افغانستان له سرپرست حکومت وغوښتل چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. محمود خان اڅکزي ویلي افغانستان د پاکستان ښه ملګری کېدای شي، خو وایي له سیاسته د پاکستان ناخبره واکمنان به له دغو خبرو لاس اخلي چې افغانستان د پاکستان پنځم ولایت جوړول غواړي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت او د پاکستان حکومت دواړه باید یو بل ته د یو بل په هېوادونو کې د لاسوهنې نه کولو ضمانت ورکړي. هغه غوښتنه وکړه چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو پښتنو ته دې د دواړو هېوادونو تابعیت ورکړل شي.
































