په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې په هېواد کې د نجونو د زدهکړو پر ارزښت ټینګار کړی دی. په دې لیدنه کې د ښځو د حقونو او د رسنیو د ازادۍ په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي. د جاپان سفير په دې لیدنې کې ویلي، چې د نجونو زدهکړې د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینې دي. نوموړي د ا.ا د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره د لیدنې په یوه برخه کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ۱۰۶ میلیون ډالري بشري مرستو د بستې د لګولو په اړه هم معلومات ورکړي چې تېره اونۍ اعلان شوه.
































