په اندونیزیا کې د افغان نجونو د تعلیم د ملاتړ په موخه جوړ شوي نړیوال کنفرانس پر بین الافغاني ډیالوګ او د نجونو د ښوونځيو پر پرانستلو ټینګار کړی دی. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې کنفرانس کې چې پرون په بالي ښار کې ترسره شو، د امریکا، پاکستان، نیوزیلینډ، ناروې متحده عربي اماراتو په ګډون د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او يو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې کنفرانس څخه موخه د افغان ښځو او نجونو د تعلیم لپاره د نړیوالو ملاتړ جلبول دي. د دغه کنفرانس د پای په اعلامیه کې راغلي د کنفرانس ټولو ګډونوالو د افغانستان له خلکو سره خپل یووالی څرګند کړ. سرچینې زیاته کړې چې دغه راز ګډونوالو د یو با ثباته، سوله ییز او پرمختللي افغانستان لپاره هیله څرګنده کړې ده. په اعلامیه کې راغلي دې ناسته کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هر اړخيز بين الافغاني ډیالوګ او د مناسب چاپیریال رامنځته کولو لپاره د هر ډول نوښت یا هڅو قوي ملاتړ شتون درلود.
































