د بريټانيې د جرسي ټاپو په يوه استوګنيزه ودانۍ کې د چاودنې له امله درې تنه مړه شوي او لسګونه نور تري تم شوي دي. پوليس چارواکو ويلي چې چاودنه په يوه درې پوړيزه ودانۍ کې شوې چې له کبله يې ودانۍ ټوله نړيدلې ده. راپورونو کې راغلي چې د چاودنې نوعيت لا څرګند نه دی خو په تړاو يې پلټنې روانې دي. جرسي ټاپو د فرانسې په شمال لويديځ کې موقعيت لري چې د بريټانيې د وليعهد په واک کې ده خو د بريټانيې د رسمي حاکميت برخه نه ګڼل کيږي.
































