د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه دوه میلیونه، ۱۸۹ زره او ۱۲۸ کسان پر کرونا اخته شوي او تر ۱۱۸ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له اته میلیونه اوښتی او ۴۵۳ زره او ۲۶۸ تنه تر اوسه کرونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۵۱۴ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۴۷ زره او ۷۴۸، په بریټانیا کې ۴۲ زره ۳۷۳، په هسپانیا کې ۲۷ زره ۱۳۶، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۶۰۶، په بلجیم کې ۹۶۸۳، په جرمني کې ۸۸۷۵، په ایران کې ۹۲۷۲ او په پاکستان کې ۳۲۲۹ تنه تر دې دمه کرونا ویروس وژلي دي.
































