نړیوالو رسنیو په جاپان کې د درنې او مرګونې واورې خبر ورکړی دی. ګارډین ورځپاڼې د جاپان د طبیعي پېښو د ادارې په حواله خبر ورکړی چې په کریمیا کې د درنې واورې د اورښت له امله ۱۷ تنه وژل شوي او څه باندې ۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې اکثره قربانیان یا د واورو د پاکولو پر مهال له چت څخه لوېدلي او یا هم تر واورو لاندې شوي دي. د توکیو په شمال کې د واورو د اورښت اندازه تر ۸۰ سانتي مترو زیات ښودل شوې ده.
































